زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-19  |  2024-11-21  |  تازه شوی په: 2024/11/21 - 04:33:0 FA | AR | PS | EN
بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟             افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري             روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري             د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي             په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست             ۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی             سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ             د ریلي همکاریو د پراختیا لپاره طالب پلاوی ایران ته لاړ             پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې             د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته             ایران افغانستان ته ۱۳ سوه میلون ډالرو غیرنفتي صادرات کړي دي             نن د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډلې مسابقه لري             مالیزیا د افغانستان د کانونو له وزارت سره همکاري کوي             په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو             خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي            

تاريخ النشر: 2021/08/24 - 11:40:3
زيارة: 699
مشاركة مع الـأصدقاء

بریټانیا له افغانستان څخه ۷۱۰۹ کسان ایستلي

رویټرز د انګلستان د چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې: دغه هېواد د دوشنبې پر ورځ له افغانستان څخه ۷۱۰۹ کسان ایستلي او د دې بهیر د پای ته رسیدو لپاره کومه وروستۍ نېټه نده ټاکل شوې.

د بریټانیا دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د ویستلو دغه عملیات د جمعې پر ورځ د زمري ۲۲ / د اګست پر ۱۳ پیل شوي دي.

رویټرز په ډاګه کړې؛ په دې کې د سفارت کارمندان، د بریټانیا وګړي، افغان همکاران او د ملګرو هېوادونو یو شمېر اتباع شامل دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ په کابل کې له ۱۰۰۰ ډېر بریټانیاوي وسلوال ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د جانسن دفتر ویلي، چې د انګلستان لومړي وزیر بورس جانسن او د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې پر ورځ هوکړه کړې، چې له افغانستان څخه د وګړیو د ایستلو په چارو کې به تر هغې همکاري کوي، چې ټول همکار وګړي ایستل شوي نه وي. که څه هم د ایستلو لومړی پړاو مخ پر پای ته رسېدو دی.

نوموړي له امریکا غوښتي، چې د وروستۍ نېټې پر غزولو دې غور وکړي.

په دې اړه په کابل کې د طالب پلاوي غړي سهیل شاهین دویچه ویله خبري سرچینې ته ویلي، چې د اګست تر پایه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتېرو وتل د طالبانو سره کرښه ده او پاتې کېدل به یې د اشغال دوام وي.

طالبانو د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت څخه واک خپل کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډومینک بهرنیو چارو وزیر راب د اوونۍ په پای کې ویلي؛ د یو لړ بې باوریو سره سره انګلستان باید روسیې او چین ته مراجعه وکړي، چې پر طالبانو خپل نفوذ وکاروي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/23734






*
*

*



قرأ

بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی


په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو


د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې ټیټیژي


د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ


د طالبانو حکومت د چین په کنفرانس کې د کرنې ودې لپاره د نړۍوال ملاتړ غوښتنه وکړه


طالبان د ژوندي سارو د عکس د مخنیوي په لړ کې تلویزیونونه بندوي


د اندونيزيا په پوهنتونو کې د افغان محصلانو د زده‌کړو لپاره موافقه لاسليک شوه


خوست کې اته تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل شول


متقاعدین: د بې‌وزلۍ له امله ژمي ته اندېښمن يو


طالبانو په کابل، خوست او لغمان کې لس کسان په دُرو وهلي


د تصویر پر خپرولو د بندیز له کبله ۲ تلویزیونونو خپرونې ودرولې


قطر افغانستان کې د جګړو اوطبعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو پروژه پیلوي


په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی


د دوو افغانانو په ګډون ایران کې ۱۴ تنه اعدام شول


افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له محدودیتونو ځورېږي


طالبان وایی په افغانستان کې جنسیتي تبعیض نشته


۶۰۰ غیرقانوني افغان کډوال د ترکیی د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي


پاکستان کې د پولیو ۱۸مه پېښه ثبت شوه


پاکستان کې پر واکسیناتورې د ډله ییزتېري یو کس ونیول شو


افغان کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړو


لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي


په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان